راپور: محمد یار مجروح
په کندهار کي د بای پاس سړک عامو کسانو نن د پنځو ساعتونو لپاره ځکه بند کی چي په خبره يې په تیرو ۱۷ کلونو دیاد سړک د اساسي جوړولو لپاره اقدام ندی سوی.
بلخوا د کندهار ښاروالي او فواید عامې ریاست د یاد سړک د جوړلو پړه یو پر بل ور اړوي.
په کندهار کي بای پاس سړک هغه لویه لار ده چي د هرات او کابل د لويي لاري لوی باروړنکي او مسافر وړونکي موټر پر همدې لار تیږي.
له تیرو ۱۷ کلونو راهیسي يې لا هم د اساسي جوړلو لپاره کندهار ولایتي ادارې ګام ندی پورته کړی.
د بای پاس نژدې سیمي اوسیدونکو تیره ورځ دغه لویه لار د پنځو ساعتونو لپاره ځکه وتړل چي په خبره يې حکومت يې باید د اساسي جوړلو لپاره لاس په کار سي.
عام کسان وايي، کندهار ښاروالي ورته هر کال د یاد سړک د جوړلو وعدې ورکوي، خو نور مجبوره سوي تر څو لویه لار د تګ راتګ پر مخ وتړي.
بلخوا د کندهار ښاروالي او فواید عامې ریاست د بای سړک د جوړلو پړه یو پر بل ور اړوي.
د کندهار ښاروالي وايي، یاد سړک د محصول په پيسو نه جوړیږي او زیات مصرف ته اړتیا لري.
د کندهار سرپرست ښاروال محمد نسیم رضايي وايي، د لویو باروړنکو موټرو د سړکونو د جوړولو چاري د فوید عامې وزرات دنده ده.
پر همدې مهال د کندهار د فواید عامې رئيس محمدصابر احمدزی وايي، د دوی دنده د ښارونو او ولسوالیو تر منځ د لویو لارو رغول دي او د ښار دننه سړکونه جوړول د ښاروالۍ دنده ده.
بلخوا د کندهار ولایت مرستیال حاجي اغا لالی دستګیري د خلګو ستونزه مني او زیاتوي چي ډير ژر به ددغي لاري د اساسي جوړلو چاري پيل کړي.
په کندهار کي اوسنی بای پاس سړک یوه فرعي لار ده چي دولت ورڅخه د لویو باروړونکو موټر لار جوړه کړې، ددغي سیمي اوسیدونکي وايي، که دولت خپله ژمنه پوره نکړي، لویه لار به بیا وتړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون