د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، د افغان سولي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د زلمي خلیلزاد پر ټاکل کیدو خوښ دی او زیاتوي دا د ټولو افغانانو دنده ده چي له نوموړي سره د سولي خبرو د بریالیتوب لپاره همکاري وکړي.
کرزي د چهارشنبې په ورځ د سید بهاوالدین مجروح په نویمه کالیزه کي د وینا پر مهال وویل، زلمی خلیلزاد له افغانستان، سیمي او امریکا څخه ښه خبر دی او ټول وضعیت ښه ارزولای سي. نوموړي زیاته کړه، لکه څنګه چي په افغانستان کي د امریکا له بمباریو او جګړې سره کلک مخالفت کوي په هماغه ډول یې د سولي له هڅو کلک ملاتړ کوي.
کرزي دا څرګندوني داسي مهال کړي چي امریکا په اکتوبر میاشت کي زلمی خلیلزاد د افغان سولي لپاره خپل استازی وټاکه.
خلیلزاد پر دغه ماموریت تر ټاکل کیدو وروسته درې ځله سیمي ته سفرونه کړي دي.
هغه اوس په پاکستان کي دی او ټاکل سوې نن د یاد هیواد له لومړي وزیر سره پر افغان سوله او په دې برخه کي د پاکستان پر همکاري خبري وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون