د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د چین د بازار د تنظیم ادارې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره، د دوه اړخیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرستي کاملي صدیقي د تړون د لاسلیک پر مهال وویل، افغان حکومت هڅه کوي چي له چین سره خپلي سوداګریزې اړیکي زیاتي کړي.
هغې زیاته کړه د دې تړون د لاسلیکولو اساسي او عمده موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزي همکارۍ دي.
د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا د تړون پر اساس، دواړه هیوادونه د صنعت، سوداګرۍ او کوچینو تشبثاتو د پراختیا په برخه کي فعالیت کوي.
د چین د بازار د تنظیم وزیر ژنګ ماو په دې غونډه کي د افغانستان او چین ترمنځ د تاریخي اړیکو یادونه وکړه او وې ویل، چي د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کي د دواړو هیوادونو د پلاو ترمنځ بحثونه د قناعت وړ وو.
ماو وویل، دواړه خواوې د دغه تړون له مخي د همکاریو د زیاتوالي سربیره د افغانستان او چین د خلکو د ګټو لپاره هم کار کولی سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون