د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي تېره ورځ په یوه غونډه کي د خبرو پر مهال ویلي، پاکستان د افغانستان د سولي له پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کي همکارۍ ته تیار دی.
دده په خبره د افغانستان او پاکستان راتلونکې له یو بل سره تړلې ده نو له همدې امله اسلام اباد هڅه کوي په افغان سوله کي خپله همکاري وکړي.
نوموړي همدا راز ویلي، چي افغانستان، چین او پاکستان کولای سي د سولي او ثبات په راتګ کي ښه سوداګریز شریکان وي او د سیمي په پرمختګ کي پوره رول ولوبوي.
د قریشي په خبره یاد درې واړه هیوادونه به هڅه وکړي چي ژر تر ژره ټولي سیمي ته ثبات راولي او دلته رواني ناندرۍ ختمي کړي.
قریشي داسي مهال دغه څرګندوني کړي چي پاکستان په دې وروستیو کي د افغان سولي په تړاو د امریکا تر فشارونو لاندي دی.
د امریکا ولسمشر د زلمي خلیلزاد په واسطه او همدا راز د یوه لیک د لیږلو له لاري له پاکستاني چارواکو غوښتي چي په جدي توګه دي د افغانستان د سولي په پروسه کي همکاري وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون