د پاکستان په سنا کي چارواکو ویلي، چي د هویت کارتونو ادارې یا نادرا سلګونه افغانانو ته پاکستانۍ پیژندپاڼي ویشلي دي

پاکستاني چارواکو پر دې کار اندېښنه ښودلې ده او وایي چي ددغه ادارې کار شفاف نه دی او ښايي وروسته ستونزې جوړې کړي.

پاکستاني سناتور طلحه محمود ویلي چي په دې ډله کي پښتانه او د افغانستان د نورو قومونو اوسېدونکي لکه تاجکان هم سته. هغه ویلي نادرا هغو کسانو ته هم پېژندپاڼي ورکړي چي شک کېږي د افغانستان له استخباراتي ادارې سره به کار کوي.

پاکستاني سناتوران داسي مهال دغه ادعا کوي چي څه موده وړاندې عمران خان افغان کډوالو ته د پاکستاني پېژندپاڼو د ورکولو خبره کړې وه.

هغه ویلي وو، چي په پاکستان کي اوسېدونکو افغان کډوالو ته به د پاکستان تابعیت ورکوي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...