افغان ښځينه فوټبال لوبډلي دوهمه لوبه هم وبایلل

د مرکزي آسیايي هیوادونو ترمنځ د فوټبال په سیالیو کي د افغانستان ښځينه فوټبال لوبډلي خپله دوهمه لوبه نن د ایران ښځينه لوبډلي په وړاندي ترسره کړه، چي ایران ۶ ګولونه پر ۰ افغانستان ته ماته ورکړه.
تر دې مخکي افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کي د ازبکستان څخه ۲۰ ګولونه پر ۰ ماته خوړلې وه.
یاده افغان لوبډله به په دې سیالیو کي خپله درېمه لوبه د سې شنبې په ماپښین ۳:۳۰ بجي د قرغزستان په وړاندي ترسره کړي.
د ښځينه وو ترمنځ د مرکزي آسیا د فوټبال دا لوبي د ازبکستان په کوربتوب د افغانستان، ایران، ازبکستان او تاجکستان ترمنځ رواني دي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...