د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کي د قوماندان علي پور د نیولو په ضد مظاهره په تاوتریخوالې واوښته

امنیتي چارواکي وایي، د مظاهره چیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتي په ترڅ کي د پولیسو یوه سرتیري ټپي سوی دی.

ویل کېږي، چي مظاهره چیانو ډزې هم کړي دي او په سیمه کي یې د پولیسو ځینو پوستو ته اور هم اچولی دی.

د راپورونو له مخي، قوماندان علي پور د ملي امنیت ریاست د ځواکونو له خوا د کابل ښار د ۱۳مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نیول سوی دی.

عیني شاهدان وایي قوماندان عليپور نن سهار د کابل ښار له قلعه قاضي سیمي څخه د ملي امنیت ریاست د موظفینو له خوا ونیول سو.

پر نوموړی تور دی چي د مرکزي ولایتونو په لویو لارو کي یې مسافرین ځوروي او د غیر مسوولو وسله والو مشری هم په غاړه لري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...