د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له رسنیو سره په خبرو کي ویلي، چي دوی د افغانستان په اړه د جینوا کنفرانس کي هم ګډون کوي.
په دغه کنفرانس کي د ګډونکوونکي پلاوي مشري د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله تهمینه جنجوعه کوي.
ددغه وزارت چارواکو ویلي دوی به په دغه کنفرانس کي په افغان سوله کي د همکارۍ ژمنه تازه کړي.
پاکستان داسي مهال یادي څرګندوني کړي چي افغان حکومت وایي د جینوا کنفرانس کي له ګڼو لاس ته راوړنو سره ګډون کوي.
ارګ همدا راز ویلي، چي دوی به په دغه کنفرانس کي له نړیوالو وغواړي څو د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو پر وړاندي اقدام وکړي او د سولي له پروسې خپل عملي ملاتړ وښيي.
پاکستان هم د هغو هېوادونو په سر کي دی، چي په نړۍ کي د ترهګرو ملاتړی بلل کېږي او له همدې امله د ترهګرو د ملاتړ په خړ لېست کې هم شامل سوی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون