د فرانسې ولسمشر په دغه هیواد کي زرګونه لاریون کوونکي بې شرمه بللي دي

د ایمانویل مکرون دې خبري په فرانسه کي سخت غبرګونونه پارولي دي او د لاریون کوونکو شمېر یې سل زره کسانو ته لوړ کړی دی.

په ټوله فرانسه کي د سونتوکو د بیو د لوړېدو په غبرګون کي پراخ لاریونونه پيل سوی دی.

تېره ورځ په پاریس کي اته زره کسانو لاریون کړی و او غوښتل یې ځيني حکومتي ودانیو ته نږدې سي خو پولیسو پر دوی اوښکي بهوونکی ګاز استعمال کړی دی.

له دې سره لاریون کوونکو پر پولیسو حملي هم کړي دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د لاریون کوونکو د حملو په غبرګون کي دوی بې شرمه خلک بللي دي.

دده په وینا بې شرمه لاریونکوونکو پر پولیسو برید کړی دی.

له پاریس ورهاخوا بیا په ټوله فرانسه کي لاریونونه روان دي او د لاریون کوونکو شمېر سل زره کسانو ته رسېږي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...