کرکټ؛ اسټرالیا د څلورم ځل لپاره د ښځو نړیواله اتلولي وګټله

 

د اسټراليا د کرېکټ ښځينه لوبډلي د انګلنډ د ښځو کرکټ لوبډله د نړیوالو شل اوره سياليو په وروستۍ لوبه کي ماته ورکړه او د ښځو د نړیوالو شل اوره سياليو څلورمه اتلولي يې وګټله.

په انټيګوا کي د دغو لوبو په پایلوبه کي د اینګلنډ لوبغاړو د لوبي پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه غوره کړه، چي په دوو پاته توپونو سره يې ايله ۱۰۵ منډې جوړې کړې.

د اینګلنډ لوبغاړې له ډېني وېټ او لوبډلمشرې هیتر نایټ پرته په توپ وهنه کي ونه ځلېدې او د لوبې له پیله يې په لوبه کې ټیکاو ونه ساتلی سو.

اسټرالوۍ لوبډلې ښه توپوهنه وکړه. لوبډلمشرې مېګ لېننګ او ګارډنر د ډګر په شاوخوا د توپ لوبولو په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

 

پرون د اینګلنډ د ښځينه کرېکټ لوبډلمشرې هېتر نایټ هیله ښودلې وه چې په پایلوبه کې د اسټراليا په ماتې سره به تاریخ جوړ کړي.

د اسټراليا ښځينه کرېکټ لوبډلې په نيمه پایلوبه کې د ۱۷۱ منډو په توپیر د ویسټ انډیز په ماتولو سره پایلوبې ته لاره موندلې وه.

د اینګلنډ لوبډلمشرې ۲۷ کلنې نایټ هم خپله لوبډله په نیمه پایلوبه کې د هند پر خلاف د اتو ويکټو په توپير پام وړ بريا ته رسولې او پایلوبې ته يې لارې موندلې وه.

دا د نارينه وو له شل اوره نړیوالو لوبو جلا د ښځینه شل اوره لوبو د پیلیدو لومړۍ نړیوالې سيالۍ وي چي له ۹۰۰۰ ډېرو نندارچيانو يې ننداره وکړه.

د انټیګوا نږدې لس سلنه وګړو بيا په سر فیفیان ريچارډز لوبغالي کي له نږدې د یادو لوبو ننداره وکړه.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...