کندهار ښاريان په ښار کي د کثافاتو او د چريو د پاکولو پر مهال د چټلۍ ، بد بوي او دوړو څخه شکايت کوي

راپور: مهتمم صالح

په کندهار ښار کي د ژمي په راسيدو سره هر کال د کثافاتو او پلاستکانو له امله د چريو او پاتاونو بندېدل د دې لامل سوي چي د باران اوبه پر سړکانو وبهيږي او د ښاريانو کورونه او دوکانونه د نړېدو له ګواښ سره مخ کړي.

کندهار ښاريان وايي، د کثافاتو او چريو د پاکولو پر مهال د چريو د چټلۍ د بدبوي او دوړو څخه په بېلابيلو ناروغیو اخته سوي دي.

بل خوا د کندهار ښاروالۍ وياند زمری څرکند وايي، کندهار ښاروالي داسي نقليه وسايط نه لري، چي د چريو څخه د کثافاتو د رايستلو سره سم سړکان هم پاک کړي.

څرکند وايي، کله چي دوی چرياني پاکوي نو کثافات يې د دې لپاره يوه يا دوې ورځي پرېږدي تر څو د موټرانو څخه ونه بهيږي او په سمه توګه له ښاره انتقال سي.

څرګند وايي، کندهار ښاروالي کوښښ کوي، چي د ښار په پاکوالي کي خپلي هڅي ډېري کړي او پر عامه پوهاوي هم ډېر کار وکړي.

د ښاروالۍ له موټرونو څخه اکثره وخت په ښار کي چټلي اوبه بهیږي چي سړکان خرابوي خو دا ستونزه لا نه ده حل سوې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...