سامسونګ پر سرطان د خپلو کارکوونکو د اخته کبدو خبر تاییدکړ

په جنوبي کوریا کي د سامسونګ کمپنۍ تایید کړې ده، چي په دغه شرکت کي د کار کولو پر مهال یې ځینې کارکوونکي د سرطان وژونکي او دې ته ورته نورو ناروغیو باندې اخته سوي دي.

په دغه هیواد کي د سامسونګ شرکت مشرتابه ددې ناروغانو له کورنیو بخښنه غوښتې ده.

په جنوبي کوریا کې ددغه شرکت مشر (کیم کي نام) نن د یوې ناستي پر مهال دا په ډاګه کړې ده چي، ځینې کارکوونکي یې د کار پر مهال پر سرطان او نورو ناروغیو اخته سوي او ان ځینو یې خپل ژوندونه له لاسه ورکړی دی. نوموړي ویلي، پوهېږي چې د دوی د کورنیو لپاره به دا یو بد خبر وي، خو سامسونګ شرکت د قربانیانو کورنیو ته د هر ډول تاوان ورکولو لپاره تیار دی.

راپورونه دا هم وایي چي تر اوسه پورې ددغه شرکت ۲۴۰ کارکوونکي د کار پر مهال د ځینو کیمیاوي موادو د کارولو له کبله پر سرطان اخته سوي، چې تر اوسه پورې ۱۰۰ تنه چي د ویني پر سرطان اخته وو، خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي.

 

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...