مولانا سمیع الحق هغه مهال وژل سوی چي غوښتل یې د افغان سولې په برخه کې همکاري وکړي.
د مولانا سمیع الحق زوی حامد الحق په یوه خبري کفنرانس کي ویلي، پلار یې د طالبانو له ټولو اړخونو سره خبري رواني کړي وې، پر دوی یې ډېر کار کړی و او ددغه ډلې مشران یې سولې ته هڅولي وو.
د حامد په وینا پلار یې غوښتل چي د افغانستان د سولې په برخه کي مرسته وکړي او د همدې منډو ترړو پر مهال وژل سوی دی.
هغه د یوې پوښتنې په جواب کې ویلي، دا سمه ده، چي پلار یې د طالبانو معنوي ملاتړ کاوه، خو په دې وروستیو کي یې هڅه پيل کړې وه، چي دغه ډله له افغان حکومت سره د سولي خبرو ته حاضره کړي او د طالبانو له ګڼو مشرانو سره یې خبرې اترې لرلي دي.
حامد الحق د خپل پلار پر پلویانو ږغ کړی چي د هغه لار تعقیب کړي او د قاتلینو په نیولو کي یې همکاري وکړي.
نوموړي تور پورې کړی چي سمیع الحق د بهرنیو استخباراتي کړیو له لوري وژل سوی دی خو دغه کړۍ یې نه دي په ګوته کړي.
سمیع الحق په پاکستان کي له مشهورو ملایانو و، چي په افغانستان کي یې جګړه جهاد بلله او ددغه جګړې په ملاتړ یې تبلیغ کاوه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون