د کندهار د معروف ولسوالۍ په مرکز کي د ملي اردو یوه اکمالاتي څرخکه لوېدلي ده

 په دې الوتکه کي شاوخوا شل تازه دمي سرتیري انتقال سوي وه.

د کندهار امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان وایي، چي د الوتکي د لوېدو لامل تخنیکي ستونزي وې.

هغه وايي، چي په پيښه کي چاته زیان نه دی اوښتی.

دده په وینا، چي الوتکي سرتیري کښته کړي او پورته کېدو پرمهال د تخنیکي ستونزو سره مخ سوې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...