دا په داسې حال کي ده چي پر واشنګټن فشارونه دي، د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژني د قضيې له کبله پر سعودي عربستان بنديزونه ولګوي.
د رويټرز خبري اژانس په حواله، ولسمشر ټرمپ پرون په ټويټر کي د تیلو د بيو د ټيټولو له کبله د رياض څخه مننه وکړه او له سعودي عربستانه يې غوښتنه وکړه چي د امريکا او نړۍ د اقتصادي پياوړتيا لپاره دغه بيې نورې هم ټيټې کړي.
د امريکا ولسمشر د تېلو د بيو جګیدو له کبله په وار- وار د تیلو د صادروونکو هیوادونو پر سازمان يا اوپيک «OPEC» انتقادونه کړي او او له سعودي عربستانه يې چي د تېلو عمده توليدوونکى دى، د اقدام غوښتنه کړې وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون