د لوګر د محمداغې ولسوالۍ اړوند په اببازک سیمه کي د سې شنبه ناوخته د ملي امنیت د صفر قطعې په پوځي عملیاتو کي ۷ کسان وژل سوي او ۵ نور کسان نيول سوي دي.
د سیمي ځينو اوسیدونکو د اعتراض په ډول د چهارشنبې په ورځ د کابل–لوګر لاره تړلې وه او د وژل سوېو کسانو جنازې يې د سړک غاړه کي ايښې وې.
اعتراض کوونکو د هغو پنځو کسانو د خوشي کېدو غوښتنه کوله چي د پوځي عمليات پر مهال بیول سوي دي.
بلخوا د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزی وايي چې دغه عملیات له کابله ورغلي صفریو قطعې کړي.
اعتراض کوونکي وايي، په عملیاتو کي ټول وژل سوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي چي د بزګرۍ کار يې کاوه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون