ټرمپ د سعودي عربستان څخه مننه وکړه چي د نړۍ په بازارونو کي يې د تیلو د بيو له ټيټیدو سره مرسته کړې ده

دا په داسې حال کي ده چي پر واشنګټن فشارونه دي، د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژني د قضيې له کبله پر سعودي عربستان بنديزونه ولګوي.

د رويټرز خبري اژانس په حواله، ولسمشر ټرمپ پرون په ټويټر کي د تیلو د بيو د ټيټولو له کبله د رياض څخه مننه وکړه او له سعودي عربستانه يې غوښتنه وکړه چي د امريکا او نړۍ د اقتصادي پياوړتيا لپاره دغه بيې نورې هم ټيټې کړي.

د امريکا ولسمشر د تېلو د بيو جګیدو له کبله په وار- وار د تیلو د صادروونکو هیوادونو پر سازمان يا اوپيک «OPEC» انتقادونه کړي او او له سعودي عربستانه يې چي د تېلو عمده توليدوونکى دى، د اقدام غوښتنه کړې وه.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...