د کوچنيانو نړيواله ورځ په کندهار کي په ډیرو شاندارو مراسمو د هیواد راډيو ټلویزیون لخوا د یونیسیف په همکارۍ ولمانځل سوه

راپور: محمد یار مجروح

د کوچنیانو نړیواله ورځ هرکال په افغانستان کي په داسي حال کي لمانځل کیږي چي په دې هيواد کي څه د پاسه ۶ ملیونه کوچنیان لا هم له ښووني روزني څخه  بې برخي دي چي د هیواد د کار او ټولنیزو چارو وزارت ورته د (خطر سره مخامخ کوچنیانو ) خطاب کړی دی .
لوږه ، بیروزګاري ، بې سرپرستي ، سخت او شاقه کارونه د ډیریو افغان ماشومانو د ورځني ژوندانه ملګري دي. خو د دې تر څنګ په تیرو ۱۸ کلونو کي څه نا څه د افغان کوچنیانو په ژوند د تیرو کلونو یا هم د جګړې د کلونو په پرتله سمون راغلی دی او د افغان دولت تر څنګ د یو شمیر نړیوالو سازمانونو له لوري د دوي اساسي حقوقو تشریح کولو ، ټولني او کورنيو ته یې په اړه د پوهاوي په برخه کي ځیني ګټور ګامونه اخیستل سوي دي.
د بیلګي په توګه سږکال په کندهار کي د ماشوم نړیواله ورځ په ډېرو شاندارو مراسمو د سلګونو کوچنیانو ، د هغوی د والدینو او استادانو په برخه اخیستنه د هیواد راډيو ټلویزیون لخوا  په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د کوچنیانو نړیوال صندوق یا یونیسیف په همکارۍ ولمانځل سوه ، چي په ترڅ کي یې کوچنیانو او نوي ځوانانو پخپله ژبه د خپل موفقیت او لاسته راوړنو کیسې نورو ماشومانو ته واورولې ، چي د ماشومانو د بریالیتوبونو په حقیقې کیسو کي ښوونه او روزنه هغه اساسي حق ګڼل سوئ وو چي باید د کورنۍ څخه نیولې تر ټولني او دولت پوري يې کوچنیانو ته ورکړي په برخه کي لمړیتوب وګڼل سي .
د ماشوم نړیوالي ورځي په مناسبت د دې ځانګړي پروګرام نورو ویناوالو هم پخپلو خبرو کي تعلیم او تربیه د کوچنیانو تر ټولو لمړنیو حقوقو په توګه یاده کړل ، چي په ورکولو او ورته د لازمي زمیني په برابرولو سره د خپلو کوچنیانو ښې او روښانه راتونکي ته هیلي ډيریدای سي ، وینا والو د کوچنیانو فطري استعدادونه وستایل او د لا غوړیدو لپاره یې تر خپله توانه د همکاریو ډاډ ورکړ .
د یادوني وړ ده ، چي په هیواد ټلویزیون او راډيو کي د نورو تعلیمي پروګرامونو څخه علاوه د تیرو لسو کلونو راهیسي د کوچنیانو لپاره ځانګړي پروګرامونه تهیه او نشر ته سپارل کیږي ، چي په مکاتبو ، مدارسو او خصوصي تعلیمي مراکزو کي د کوچنیانو سره د زړه خواله او تعلیمي برخي لري ، چي ذکر سوي خپروني د ټول هیواد او حتی هیواد څخه بهرماشومانو د پاملرني وړ ګڼل کیږي .

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...