راپور: مهتمم صالح
دوی وايي، که څه هم یوشمیر کړۍ غواړي، خو دا ډول کړني د افغان سولي د روان بهیر مخه نسي نیولای.
په کابل کي د میلاد نبي د ورځي په لمانځغونډه کي د یو ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۵۵ کسان ووژل سول او شاوخوا سل نور ټپيان سوه.
یو ځان وژونکی بریدګر د کابل په یوه هوټل کي په هغه غونډه کي چاودنه وکړه چي پکښي یو شمیر دیني عالمان او عام خلګ د میلاد النبي د ورځي په مناسبت راټول سوي وو.
د کندهار دیني علما، مدني فعالین او عام خلګ د کابل د سې شنبې برید په غبرګون کي وايي، د جنګ ښکیلي غاړي دي دا ډول دیني او مقدس مجالس د جګړې ډګر نه ګرځوي.
د کندهار د حج اوقافو مسؤلین د تیري ورځي برید غندي او زیاتوي چي یوشمیر نفاق اچوونکي کړۍ په افغانستان کي قومي او نژادۍ تعصبونو ته لمن وي.
دوی همدارنګه زیاتوي چي افغانان د سولي لپاره هر ډول قربانیو ته تیار دي او دا ډول بریدونه به د افغان سولي روان بهیر له خنډ سره مخ نه کړي.
د کندهار یو شمیر دیني علما دتیری ورځي برید د اسلام د دښمنانو کار بولي اوزیاتوي چي د اسلام د ښمنان غواړي په دا ډول بریدونو سره د مسلمانانو تر منځ نفاق واچوي او اسلام بدنام کړي.
ددوی په خبره د عالم وژنه د ټول بشریت وژنه ده.
که څه هم دیني عالمان وايي، حکومت دي د علماوو ساتني ته خاص پام وکړي خو د کابل امنیتي مسؤلین وايي، د تیري ورځي د غونډي په اړه امنیتي ځواکونو ته خبر نه و ورکول سوی.
افغان حکومت د دې برید ددرنې مرګ ژوبلي له امله په ټول هیواد کي ملي ماتم اعلان کړی وو.
بلخوا یو شمیر کسان دا برید پر مسلمانانو نه بلکي پر اسلام برید بولي.
دوی وايي، د سیمي د استخباراتي کړیو د بریدونو له امله هیڅ افغان مصؤن ندی.
عام کسان وايي، حکومت دي د دیني عالمانو ساتني ته پام وکړي.
د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخي د تیري ورځي به برید کي کي لږ تر لږ ۵۵ کسان وژل سوي او نژدې سل نور ژوبل سوي هم دي.
که څه هم د دا ډول بریدونو مسؤلیت ډیری وخت وسلوالو طالبان او داعش وسلوالي ډلي په غاړه اخلي، خو طالبانو رسنیو ته په یوه استول سوی پيغام کي د کابل پرونی برید نه یوازي غندلی بلکي دا يې د شر اچوونکو کړيو یوه دسیسه هم بللې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون