راپور: مهتمم صالح
د کندهار د ترافيکو مدير وايي، د جريمي هغه پارچي موټر چلوونکو ته ورکول کيږي، رسمي پارچي دي او له هیچا څخه غیرقانوني پيسي نه اخیستل کیږي.
د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال عبدالحميد افضلي وايي، د نورو کلونو په پرتله په ترافيکي عوايدو کي زياتوالی راغلی دی.
هغه په کندهار ولايت مقام کي د يوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، د روان کال د زمري د مياشتي څخه تر اوسه د دوی راټول سوي عوايد د جوازسېر، ليسنس او جريمې په برخه کي ۲۱ ميلينو افغانيو ته رسيږي.
دغه راز دی وايي، لویو مسافر وړونکو موټرونو ته يې د تېز سرعت د مخنيوي په خاطر خاصي الې نصب کړي، چي د هغه الو په خاطر چلونکي نسي کولای چي تېز موټر وچلوي، نو ځکه په ترافيکي پېښو کي کموالی راغلی دی.
په کندهار کي یو شمیر موټر چلوونکي ادعا کوي چي ترافيک پوليس د خلکو څخه غيري قانوني پيسې اخلي، خو د ترافيکو مدير وايي د جريمي هغه پارچي چي موټر چلوونکو ته ورکول کيږي، رسمي پارچي دي او له هیچا څخه غیرقانوني پیسې نه اخیستل کیږي.
که څه هم ترافيک پولیس بې اسناده موټران جريمه کوي، خو د دغه موټرانو پر واریدیدو هيڅ بنديز نه دی لګیدلی او په زيات شمیر کانټینري موټران افغانستان ته را واريديږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون