په کراچۍ کې د پولیسو مشر عامر شیخ خبریالانو ته ویلي: “دوی درې بریدګر وو او درې واړه وژل سوي. دوی د قونسلګرۍ ودانۍ ته په ننوتلو ونه توانېدل. هڅه یې کوله چي د ویزو څانګي ته ننوزي.”
بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خبریالانو ته ویلي چي په کراچي کي د چین د قونسلګرۍ ټول ۲۱ کار کوونکي خوندي ځای ته انتقال سوي او کوم زیان نهدی ور رسیدلی.
د پولیسو د سرچینو په وینا په دې برید کي پر درې بریدګرو سربېره دوه پولیس هم وژل سوي دي.
ځینو رسنیو په برید کي د یوه خصوصي شرکت د یو ساتونکي د وژل کیدو خبر هم ورکړی دی.
د برید مسٔولیت د “بلوچستان د خپلواکۍ پوځ” په نوم وسلهوالي ډلي پر غاړه اخیستی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون