د پاکستان پوځ وایي، د افغانستان له امنیت او ثبات سره مرسته کوي، خو پاکستان ورته لومړیتوب لري

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه ویلي، دوی په سیمه او پاکستان کي د ترهګرۍ ضد مبارزه کي ګټور رول لوبولی دی.

دده په خبره پاکستان په خپلو هڅو د سیمي په امن کولو کي مرسته کړې ده.

د باجوه په وینا بل هیڅ هیواد د پاکستان په اندازه د افغانستان د سولي لپاره هڅې نه دي کړې.

د پاکستان له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزارت وروسته دا دریم پاکستانی چارواکی دی، چي د ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته جواب ورکوي.

ډونالډ ټرمپ ویلي و، پاکستان له امریکا میلیاردونه ډالر مرسته تر لاسه کړه، خو په بدل کي یې واشنګټن ته هیڅ هم و نه کړل.

باجوه وايي چي لا هم د افغانستان د سولي په برخه کي مرسته کوي، خو پاکستان ورته لومړیتوب لري.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...