راپور: جواد داوري
د روزګان ولایت مقام کي د میلاد النبي د ورځي لمانځني لپاره راټول سوي دولتي مسٔوولین، قومي مخور، دیني عالمان او لسګونو عامو اوسیدونکو دیادي ورځي په مناسبت د قرانکریم د ختم ترڅنګ، د شریعت په پلي کولو، عدالت ته په لاس رسي او سولي ته د رسیدو په برخه کي ویناوي وکړلې.
ګډونوالو حضرت محمد ص د الله ج هغه رسول وباله چي په راتګ یې سره یې اسلام ظهور وکړ او د جهالت دروازی وتړل سوی.
دیني عالمانو په ټوله کې د شرعت پر پلي کیدو ټينګار وکړ او له مسلمان اومته یې وغوښتل چي د الله ج په قران او د محمد ص په حدیثو عمل وکړي.
دوی یوځل بیا پر وسله والو طالبانو هم ږغ وکړ، نور له جګړې لاس واخلي او سوله دي وکړي.
د روزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید هم ټولو اوسیدونکو ته د میلادالنبي د ورځي مبارکي وویله او دغه ورځ یې یوازنۍ هغه ورځ وباله چي په راتګ سره یې په نړۍ کي د ظلم، ستم او جهالت لړۍ پای ته رسیدلې ده.
والي وویل، یوشمیر کړۍ نه غواړي چي مسلمنان یوالی او اتفاق ولري نو ځکه یې د جګړې په نوم اور بل کړی او هره ورځ پکښي مسلمانان تبا کیږي.
هغه یوځل بیا پر وسله والو ږغ وکړ چي نور ورور وژني ته د پای ټکي کښېږدي او د سولي له روان بهیر سره دي یوځای سي.
د ربیع الاول دوولسمه چي د حضرت محمد ص د میلاد له ورځي سره برابره ده، د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کي د مسلمانانو له خوا و لمانځل سوه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون