راپور: مهتمم صالح
په کندهار کي ديني علماء وايي، سوله يو الهي امر دئ او اسلام د سولي نوم دئ، نو بايد مسلمانان په سوله کي ژوند وکړي، تر څو د الله ج عبادت په ارامه زړه تر سره کړي.
علماء وايي، نبي کريم ( ص ) په ډېر ښه سلوک سره خلک اسلام ته رابلل، نو له دې څخه معلومه ده، چي په اسلام کي سولي ته لوی ځای ورکړل سوي دي.
دوی د ټولو مسلمانانو څخه غوښتنه کوي چي د الله ج او د هغه د رسول ( ص) لاره ونيسي او سوله دي وټاکي کړي.
بل خوا کندهار ښاريان وايي که افغانان غواړي چي پر مختک وکړي بايد د سوله لار ټينګه کړي، تر څو د پرمختګ زمينه ورته برابره سي.
دوی وايي ټول هيوادوال دي يو مټی سي او د سولي لپاره دي هلي ځلي وکړي.
ديني علماپه داسي حال کي د سولي ږغ پورته کوي، چي د افغانستان د سولي لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليل زاد وايي، چي وسلوال طالبان د سولي خبرو ته ليواله سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون