راپور: مهتمم صالح
ولسمشر غني د حضرت محمد (ص) د مبارک میلاد د لمانځني په مراسيمو کي وويل، له دې وروسته دي په ټولو ولایتونو کي د علماوو د شورا ریسان په ولایتي اداري غونډه کي عضویت ولري.
د حضرت محمد (ص) د مبارک میلاد د نمانځني په مراسيمو کي د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وويل، له دې وروسته دي په ټولو ولایتونو کي د علماوو د شورا ریسان په ولایتي اداري غونډه کي عضویت ولري.
ولسمشر وايي، له دې وروسته به د حاجي صاحبانو د لارښووني معلمان د جوماتونو د ملا امامانو له مینځه انتخابېږي او دا به د دوی دنده وي.
ولسمشر غني په خپلو څرګندونو کي وويل، د ولایتونو حج او قاف ریاستونه دي د ولایتي ادارې په همکارۍ د جوماتونو ملا امامانو او علماء وو ته د اسلامي زده کړي تر څنګ عصري او د تکنالوژي زده کړي هم ورکړي، تر څو له حالاتو څخه پر وخت خبر سي.
دی زياتوي د حج فریضې د ادا کولو لپاره دي د جوماتونو د ملا امامانو او خطیبانو سهم مشخص او زیات سي.
ولسمشر غني وويل دا د ټولو هيوادوالو دنده چي د خپلو ځوانانو او راتلونکو نسلونو لپاره د ښه ژوند زمينه برابره کړي، تر څو په سوله او خوشحالۍ کي ژوند وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون