په کندهار کي د میلادي نبي ورځ د قرانکریم په ختمونو سره ولمانځل سوه

راپور: محمد یار مجروح

د یادی ورځي د لمانځني پر مهال یو شمیر دیني عالمانو وویل چي که د اسلام د ستر پیغمبر تګلاره عملي کړو روانو ستونزو ته به مو د پای ټکي اېښي وي.

بلخوا د کندهار ولایتي مسوولین وايي، د میلاد نبي د ورځي په مناسب ولسمشر غني فرمان صادر کړي چي په خبره يې د زیات شمیر محبسینو د بند په موده کي به کموالی راسي.

د کندهار ولایتي اداره وايي، ولسمشر غني د میلادي نبي د ورځي په مناسب فرمان صادر کړی چي په کندهار محبس کي به د زیات شمیر محبسینو د بند په موده کي کموالی راسي.

د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منیب د میلادي نبي د ورځي په لمانځغونډه کي وویل چي یوازنی دین اسلام دي چي د بشر ټول حقونه يې روښانه کړي او موږ ته پکار ده چي د اسلام د ستر پيغمبر لارښووني په سم ډول عملي کړو او روانو ستونزو ته د پای ټکی کښېږدو.

هغه دا هم وویل چي د اسلام د ستر پيغمبر د سیرت اړوند به سیمنارونه اوسیالۍ هم جوړي کړي.

د میلادي نبي د لمانځني پر مهال یوشمیر دیني علماوو د روانو ستونزو یوازني لاره د اسلام د ستر پیغبر د لارښوونو په سم ډول عملي کول وبلل.

دینی عالمانو وویل چي ددنیا او اخرت کامیابي یوازي د د ستر پيشوا په لار ښوونو کي ده چي مسلمانان يې باید په سم ډول عملي کړي.

داسلام ستر پيغبر له نن څخه شاخوا ۱۴۵۰ کلونه مخکي په  ۵۷۱ م کال دې نړۍ تشریف راوړ  او په ۶۲۳ کال يې د ځمکي پر مخ  دداسي واکمنۍ بنسټ کښېښود چي شاوخوا ۱۳۰۰ کلونه يې دوام وکړ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...