امریکا له پاکستان سره ۱،۶۶ میلیارده ډالر نظامي مرسته لغوه کړه

د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون ویلي، چي د ټرمپ له پریکړي وروسته یې پر پاکستان تر یو میلیارد ډیري نظامي مرستې قطع کړې دي.

ددغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چي د پرېکړو له مخي به له پاکستان سره تر دې وروسته ۱،۶۶ میلیارد ډالره نظامي مرسته نه کېږي.

امریکا دغه ګام وروسته له دې اوچت کړی چي د ټرمپ او عمران خان تر منځ ناندرۍ راولاړي سوې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چي پاکستان د امریکا پیسي اخلي خو دغه هیواد ته یې هېڅ نه دي کړي.

عمران خان بیا ویلي چي امریکا په افغانستان کې د خپلي ماتي پړه پر پاکستان اچوي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...