ملګرو ملتونه وايي، یاده پېښه له ټولو بشري قوانینو سره په ټکر کي عمل او ستر بشري جنایت دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش، دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې ده او وايي چي په دې حساسو شرایطو کي د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.
د ګوتریش په خبره ترهګرو هغه دیني علما په نښه کړل چي د مهمي مذهبې ورځي د لمانځي په موخه سره راټول سوي وه.
نوموړي د پېښي د زیانمنو له کورنیو سره د خپلي همدردۍ او خواخوږۍ مراتب څرګند کړي دي.
ګوتریش وایي په افغانستان کي تر بل هر وخت سولي او ثبات ته اړتیا ده او د ملګرو ملتونو اداره په دې برخه کي خپلې همکارۍ نه سپموي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون