دملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، د ترهګرۍ ټول ډولونه د نړیوال امنیت لپاره ستر ګواښ دی

  د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کي په کابل کي په یوه هوټل کي د میلاد نبي (ص) په مناسبت په جوړه سوې غونډه کي سوی ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی دی.

دغه شورا ویلي چي د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نړۍ کي د ترهګرۍ د ټولو ډولونو پر وړاندي پر مبارزه ټینګار کوي.

په خبرپاڼه کي راغلي چي د ترهګرۍ ټول ډولونه نه یوازي په افغانستان کي نه بلکې په ټوله نړۍ کي د ثبات، سولي او امنیت لپاره ستر ګواښ دی.

یادې شورا ویلي چي په افغانستان کي د ترهګرۍ پر وړاندي د رواني مبارزې ملاتړ کوي او دغه ډول خونړۍ پېښي چي په هغه کي عامو افغانانو ته مرګ ژوبله او تلفات اوړي په کلکو ټکو غندي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...