د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یوه خپره کړې خبرپاڼه کي په کابل کي ددیني علماوو پر غونډه پرونی برید غندلی دی.
ددغه کمیسیون په خبرپاڼه کي راغلي، چي د حکومت د وسله والو مخالفینو له لوري د عامو وګړو پر غونډ، تجمعاتو او مذهبي مراسمو بریدونه ډېر سوي دي.
د سرچینې په وینا پر عامو وګړو د بریدونو د ډیریدو مسئله د جدي اندېښنې وړ ده.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، دغه ډول بریدونه له ټولو اسلامي ارشاداتو، ملي او نړیوالو قوانینو او بشري اصولو سره په ټکر کي اعمال دي.
کمیسیون پر افغان حکومت ږغ کړی چي د پیښي عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې دې وسپاري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون