په لوګر کي د افغان پوځ عملیاتو کي د ۷ملکیانو د وژلو ادعا سوې

د لوګر ولايت په محمدآغې ولسوالۍ کي تیره شپه د افغان ځانګړو ځواکونو په شپنيو عملياتو کي يو شمېر کسان وژل سوي چي د سيمي د خلکو په وينا ملکي وګړي دي.

دغه عمليات د یادې ولسوالۍ په آب بازک سيمه کي سوي دي.

د سيمي اوسېدونکي وايي، په دغو عملياتو کي چي ګډو ځواکونو ترسره کړي، له امله يې ۷ ملکي وګړي وژل سوي او ۱۵ تنه نور ټپيان دي.

د دې پیښي په غبرګون کې نن سهار د سيمې اوسیدونکو د کابل – لوګر لويه لاره هم د څو ساعتوتو لپاره د اعتراض په توګه تړلې وه او له حکومت نه يې وغوښتل، چي د يادې پیښي عاملين ونيسي او د قانون له مخې سزا ورکړي.

د لوګر ولايت مقام مطبوعاتي دفتر بيا وايي چي دغه عمليات د ۰۱ ځانګړې قطعي له لوري له ولايتي مسؤلينو سره له همغږۍ پرته ترسره سوي دي.

سرچينه زياتوي چي د پیښي پلټنه پيل سوې څو معلومه سي چي وژل سوي کسان ملکي وګړي دي او که وسله وال طالبان دي.

تر دامهاله د۰۱ قطعې مسؤلینو هم تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کي د وسله طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په يوه استولې خبرپاڼه کي ويلي، چې په يادو عملياتو کي د دوی ملګرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د پېښي ټول قربانيان ملکي وګړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...