اوچا: سږکال دوه لکه او ۹۰ زره افغانان بې ځایه سوي دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې نږدې ۲ لکه او ۹۰ زره کسان له خپلو مېنو بې ځایه سوي دي.

د یادي ادارې په اوونیز راپور کي راغلي، ټول ټال ۲۸۹،۸۶۷ کسان د روان میلادي کال په اوږدو کي د ناامنیو او وچکالیو له امله بې ځایه سوي دي چي په دې کي ۶۶۳۵ کسان یې یوازي د غزني د وروستیو جګړو له امله بې ځایه سوي دي.

راپور زیاتوي چي دا شمېره په ټوله کي د تیر کال همدې مودې په پرتله د بې ځایه سویو کسانو په شمیر کي ۳۳ سلنه کموالی ښيي.

تیر کال په همدې موده کي ۴۳۱۸۷۱کسان بې ځایه سوي وه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي، سږکال د بې ځایه سویو ډیره فیصدي له بادغیس، هرات او فراه ولاینونو څخه دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...