هغه تېره شپه په یوه ټوېټ کي لیکلي دي چي پاکستان له موږ میلیونونه ډالر اخیستي دي خو د امریکا لپاره یې هېڅ نه دي کړي.
د امریکا ولسمشر تر دې یوه ورځ وړاندي له فاکس نیوز سره هم په خبرو کي ویلي و، چي له پاکستان سره یې د مالي مرستو د قطع کولو پرېکړه پر ځای وه او دی لا هم پر خپله پرېکړه ولاړ دی.
دامریکا ولسمشر ویلي، د زرګونو امریکایانو قاتل او پر نړیوال سوداګریز مرکز برید کوونکی اسامه بن لادن کلونه په پاکستان کي و او امریکا د نوموړي د نیولو لپاره میلیونونه ډالر ولګول، خو پاکستان دا حقیقت ترې پټ کړی و.
دده په خبره پاکستان دوه مخی دی او ددوی مرستي ورباندي قطع دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون