د فرانسې ولسمشر امانول مکرون پرون په برلین کي اروپا ته د ګڼو ورپیښو ستونزو پر وړاندي د جرمني او فرانسې د لا یووالي غوښتنه کړې ده.
مکرون چي له ډیره وخته را په دېخوا د ایرو زون د لا پیوستون غوښتنه کوي، د اروپایي ټولني پر ملاتړ کوونکو ږغ وکړ چي د کډوالۍ ضد افکارو د خپرواي د مخنیوي لپاره پالیسي جوړه کړي.
هغه په برلین کي د جرمني د پارلمان د استازو جرګې ته وویل، دا د جرمني او فرانسې مسٔوولیت دی چي دا ډول هڅې تعقیب کړي.
مکرون او د جرمني لومړۍ وزیري په داسي حال کي پر یووالي ټینګار کړی دی چي اروپا په اوس مهال کې له یو سخت پړاوه تیرېږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون