د پاکستان د کراچۍ ښار په قايد اباد سيمه کي تیره شپه ناوخته د یوې چاودني له امله دوه تنه وژل سوي او اته نور ټپیان دي.
پوليسو ويلي چاودنه د قايد اباد پل لاندي سوې ده.
روغتیایې کارکوونکو ویلي چي تر اوسه روغتون ته د دوو تنو جسدونه اوپنځه نور ټپيان وروړل سوي دي.
دوی د ټپيانو روغتیايې حالت نازک ښودلی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون