سي ای اې: محمد بن سلمان د خاشقجي په وژلو کي لاس درلود

امریکايي رسنۍ وايي چي د سي ای اې په یوه ارزونه کي د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي په وژنه کي ښکیل بلل سوی.

بلخوا په مکه مکرمه او مدینه منوره کي د وژل سوي سعودي خبریال جمال خاشقجي د جنازې غیابي لمونځ وسو.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، په دې ارزوني سره د سعودي حکومت هغه مخکنی ټینګار بې ارزښته کیږي چي ګنې دغه وژنه د څو خپل سرو چارواکو کار و.

نوموړی د تیري اکتوبر لومړیو کي استانبول کي د سعودي کونسلګرۍ د ننه وژل سوی چي انقره یې پړه د سعودي پر لوړپوړو چارواکو اچوي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...