هغه پرون ناوخته رسنیو ته وویل چي ګاونډي هیوادونه په دغه ولایت کي د خپلو ګټو په موخه له وسله والو طالبانو سره د پوځي تجهیزاتو مرسته کوي.
شعیب وویل چي ایران په دغه ولایت کي جنګیدونو طالبانو ته لایزري وسلي او د شپي دوربینونه ورکړي دي.
نوموړي زیاته کړه، کله چي په افغانستان کي د پرمختګ خبره کیږي پر دوی (ګاونډیو هېوادونو) فشارونه ډیریږي، د بخش اباد د اوبو بند موضوع ده، دا د ایران لپاره یو مشکل دی نو نه غواړي چي بخش اباد بند جوړ سي.
هغه دغه راز بالابلوک، خاک سفید، پشت رود او خاش رود هغه ولسوالۍ یادې کړي چي دا مهال له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي.
نوموړي د فراه د وضعیت د کنټرول لپاره له مرکز کابل څخه دغه ولایت ته د هوايي او کمانډويي سرتېرو د استولو غوښتنه وکړه.
د فراه والي دغه څرګندوني پر داسي مهال کوي چي دغه ولایت په دې وروستیو کي د خونړیو امنتیي پېښو شاهد وو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون