د افغانستان کرکټ بورډ ډيسیپلين کميټې د پرېکړي پر اساس شاپورځدراڼ کولای سي، چي له ملي لوبډلې سره خپلو لوبو ته دوام ورکړي.
د ملي لوبډلې توپ اچونکي شاپورځدراڼ د روان کال د می په ۲۹ نيټه د يوه بهرني سفر پرمهال په تمريناتي لوبه کي د افغانستان ملي لوبډلي روزونکي، لوبډلمشراو لوبڅار پر وړاندي د لوبو له ډسيپلين سرغړونه کړې.
دغه کړنه بیا د روزنکي له لوري د کرکټ بورډ مشرتابه او اړوندو څانګو سره په لیکلي بڼه شریکه سوه او ځدارڼ ته یې د نغدي جریمې سپارښتني ترڅنګ ویلي و که دغه ډول کړنې تکراروي نو بیا یې ملي لوبډله کې نسي لوبولی.
د افغانستان کرکټ بورډ ډيسیپلين کميټې د روزنکي سپارښتنه تایید او د کرکټ بورډ مشرتابه هم منظوره کړه او همداراز ځدران ته په جدي اخطاريه کي ویل سوي، که یو ځل بیا یې دغه ډول اعمال تکرار کړل په ملي لوبډله کي به له لوبيدو محروم سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون