راپور: محمد یار مجروح
یاد کمېسیون نن د هغو مرکزونو د رايي شمیرل هم له سره پيل کړه چي په اړه يې رسمي شکایتونه ثبت سوي وو.
بلخوا ولسي جرګې ته یو شمیر نوماندان وايي، په تیرو ټاکنو کي پراخه درغلي سوې او باید د کندهار د خلګو رایه پاڼي له سره وشمیرل سي.
د ټاکنو کمېسیون په کندهار کي د ۲۹ هغو مرکزونو د رايي پاڼو بیا شمیرل پيل کړه چي په اړه يې رسمي شکایتونه ثبت سوي وو.
د ټاکنو د شکایاتو کمېسیون ویاند کریم الله ستانکزی وايي، هغه ۲۹ مرکزونه چي ټول ۹۹ محلونه کیږي رايي پاڼي له سره شمیري چي په اړه يې دوی رسمي شکایتونه ثبت کړي وو.
دده په خبره له شمیرني وروسته امکان ددې سته چي د یادو مرکزونو ډیری محلونه کرنتین او یا يې هم رايي باطلي سي.
د کندهار د تیرو ولسي جرګې ټاکنو کي د شکایاتوکمېسیون شاوخوا ۴۵۰ رسمي شکایتونه ثبت کړي دي.
بلخوا د یو شمیر نوماندانو ناظرین وايي، که د کندهار د خلګو رايه سمه ونه شمیرل سي، نو په راتلونکو ولسمشریزو او د ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کي به خلګ برخه وانخلي.
د دوی په خبره په اوسني شمیرنه باور نلري او غوښتنه يې داده تر څو د کندهار ټولي رايي پاڼي له سره وشمیرل سي.
د کندهار د ټاکنو کمېسیون وايي، د یو شمیر شکایتونو او ستونزو پر اساس احتمال سته چي د کندهار ولایت د ۷۰۰ محلونو رايي پاڼي له سره وشمیرل سي.
د کندهار د ټاکنو رئيس نعمت الله وردګ وايي، که څه هم په رسمي ډول تر اوسه دوی ته په دې اړه څه ندي ویل سوی، خو دوی د رايي پاڼو بیا شمیرني ته چمتوالی نیولی دی.
ولسي جرګې ته یو شمیر نوماندانو تیره ورځ د اعتراض په ډول د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چي د کندهار د خلګو هغه رايي دي یوزاي وشمیرل سي چي بایومټریک سوې وي.
نوماندانو دا هم ویلي وو چي د ټاکنو او شکایاتو کمېسیون په ګډه د ټاکنو په پروسه کي د یوشمیر نوماندانو په ګټه درغلي هم کړې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون