د رسنیو د راپورونو له مخي کرملین ویلي، چي د ټرمپ او پوتین پر دوهم ځلي لیدني هوکړه سوې ده او ټاکل سوې چي د راتلونکې نومبر میاشتې په ۱۱مه په پاریس کي سره وګوري.
دوی دواړو تر دې وړاندي هم سره لیدلي دي او پر یو لړ مسایلو یې خبري کړي دي.
کرملین وایي دا لیدنه د لومړۍ نړیوالي جګړې د سلمي کلیزي په مراسمو کي ترسره کیږي.
روسیه همدا راز وايي چي پوتین او د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار هم پر ګڼو مسایلو اوږدې خبري کړي دي.
د سرچینې په وینا ددواړو خبري نږدې ۹۰ دقیقي اوږدي سوي دي.
په دې وروستیو کي د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکي ترینګلې سوي دي.
ټرمپ وایي روسیه هغه توغندۍ جوړوي او ازمويي چي د یوې هوکړي له مخي یې باید جوړول او ازمویل درول سوي وای.
خو روسیه دغه تورونه بې بنسټه بولي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون