خبرپاڼه زیاتوي چي په دغه بندر کي پر ټولو ستونزو، پرمختګونو، خنډونو او راتلونکو هیلو باندې بحث سوی دی او ستونزو ته د حللارو پیدا کولو هڅه سوې ده.
په دغه غونډه کي پرېکړه سوې چي د ټولو ستونزو د ارزولو، پیدا کولو او حللارو لټولو لپاره دي د درو هیوادونو یوه کمیته وټاکل سي.
دغه کمیټه به په راتلونکو دوو میاشتو کي خپله لومړنۍ غونډه په چابهار بندر کي کوي او د ترانزیت، ګمرکاتو، لوجستیک او نورو مواردو د اسانولو لپاره به خپل نظریات سره شریکوي.
د هند استازي په دغه غونډه کي ویلي، چي د چابهار بندر په اړه راتلونکي درې اړخیزه غونډه به د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نیمايي کي په هند کي جوړېږي.
چابهار بندر په ایران کي د هند په مرسته د افغانستان لپاره رغول سوی بندر دی، چي په مرسته به یې هند له افغانستان او منځنۍ اسیا او همدا راز افغانستان له هند او نورو هېوادونو سره ونښلول سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون