د ملي شورا غړي وایي، د بایومټریک دغه دستګاوې د ټاکنو په ورځ فلج وې او په ډېرو ځایونو کي یې د ټاکنو له شفافیت سره مرسته نه ده کړې.
په ورته مهال د ولسي جرګې ټاکنو یوشمیر نوماندان وایي، د بایومټریک ډیری دستګاوو د ټاکنو په ورځ کار نه کاوه او د درغلیو مخه یې ونه نیوله.
ددې دستګاوو په اړه ویل کیږي د چارو ادارې پخواني رئیس او د افغانستان لپاره د دیموکراسۍ دفتر اوسني مسئول داوود نورزي یې قرارداد کړی، خو نوموړي دا مساله نه ده تایید کړې.
په داسې حال کي، چي د ولسي جرګې په انتخاباتو کي د شفافیت لپاره د بایومټریک له سیستم څخه د استفادې په تړاو هیلي ډېري وي، په ټاکنو کي له دې سیستم څخه استفادې نه یوازې د درغلیو مخه ونه نیوله بلکي ټاکني يې دوهمي ورځې ته وغځولي.
د کابل نیوز د خبر له مخي ددې دستګاوو قرارداد، چي ویل کیږي، د چارو ادارې پخواني رئيس او د دیموکراسي فار افغانستان مؤسسې اوسني مسئول داوود نورزي کړی، د ملي شورا غړي وایي، د ټاکنو په ورځ یې د شفافیت خوندي کولو په هدف د پام وړ نتیجه ورنه کړه او د ټاکنو چارې یې ځنډنۍ کړي.
دوی وايي، د بایومټریک سیستم د قرارداد په تړاو باید څېړني وسي او ددې ناکامه سیستم په اړه دې له قراردادیانو وضاحت وغوښتل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون