د کابل ځوانانو له لوري تر ټولو ښه توپ اچونه راشد خان ترسره کړه چي په څلورو اورونو کي یې د ۱۳ منډو په ورکولو سره یو لوبغاړی وسوځوه، ورسره شاهدالله کمال، جاوید احمدي او فرید ملک د ننګرهار لیپرډس لوبډلي یو-یو لوبغاړی وسوځوه.
ورپسې کابل ځوانانو لوبډلي د ټاکلي ۱۸۹ منډو هدف د پوره کولو لپاره توپ وهنه پيل کړه، کابل لوبډلي د لوبې په ۱۷.۴ اور کي د ۳ لوبغاړي په سوځيدو سره ټاکلی هدف پوره کړ او لوبه یې له ننګرهار لیپرډس لوبډلي څخه د ۷ ویکټو په توپير وګټله.
کابل ځوانانو لوبډلي ته تر ټولو ښه توپ وهنه حضرت الله ځاځي ترسره کړه چي په ۵۵ توپونو یې ۱۲۴ منډي جوړي کړې، د ننګرهار لوبډلي لپاره بین کټينګ، ظاهر خان او رحمت شاه د کابل لوبډلي یو-یو لوبغاړی وسوځوه.
حضرت الله ځاځی چي په ۵۵ توپونو یې ۱۲۴ منډي جوړي کړي وې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول سو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون