زېميرمن ويلي، چي د ناټو غړو هېوادونو د بروکسل کنفرانس کي له افغانستان سره د اوږد مهاله همکاريو د دوام ژمني کړي او هغه به عملي کوي.
افغانستان کي د ناټو سازمان ملکي استازي همداراز وويل، چي راتلونکي پارلماني ټاکني د افغانانو لپاره يو ديموکراتيک او تاريخي بهير دی.
د هغه په خبره، افغان امنيتي ځواکونه او د ټاکنو خپلواک کمېسيون د را روانو پارلماني ټاکنو د ښه ترسره کېدو پوره وړتيا لري.
دى زياتوي، راتلونکي ټاکني د افغان دولت، افغانستان کي ناټو ماموريت او د ټاکنو خپلواک کمېسيون لپاره ډیري مهمي او په لومړيتوبونو کي دي.
هغه باور وښود چي راتلونکي پارلماني ټاکني به منصفانه او معتبري ترسره سي.
نوموړی زياتوي، په افغانستان کي د ناټو ځواکونو شمیر له ۱۳زرو څخه ۱۶زرو ته لوړ سوی او دغه ځواکونه به د افغان امنيتي قواوو روزني، مشورې او تجهيز ته دوام ورکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون