د افغانستان د کرکټ غوره لیګ سیالیو په لړ کي د کابل ځوانانو لوبډله ننګرهار لیپرډس لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماته ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه بیان کي ویلي، چي کابل ځوانانو د لوبي پچه وګټله او  ننګرهار لیپر‌‌‌‌‌‌ډس ته یې د توپ وهني بلنه ورکړه، ننګرهار لیپر‌‌‌‌‌‌ډس لوبډلي په پوره شلو اورونو کي د څلورو لوبغاړو په سوځيدو سره کابل ځوانانو ته ۱۸۹ من‌‌‌‌‌‌ډي هدف وټاکه.‎خبرپاڼه زیاتوي، چي د ننګرهار لیپر‌‌‌‌‌‌ډس لپاره ‌‌‌‌‌‌زیاتي ۹۴ ناسوځيدلي من‌‌‌‌‌‌ډې ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډېوسیچ او ۴۲ من‌‌‌‌‌‌ډي نجیب الله ترکي جوړي کړې.

‎د کابل ځوانانو له لوري تر ټولو ښه توپ اچونه راشد خان ترسره کړه چي په څلورو اورونو کي یې د ۱۳ من‌‌‌‌‌‌ډو په ورکولو سره یو لوبغاړی وسوځوه، ورسره شاهدالله کمال، جاوید احمدي او فرید ملک د ننګرهار لیپر‌‌‌‌‌‌ډس لوب‌‌‌‌‌‌ډلي یو-یو لوبغاړی وسوځوه.

‎ورپسې کابل ځوانانو لوب‌‌‌‌‌‌ډلي د ټاکلي ۱۸۹ من‌‌‌‌‌‌ډو هدف د پوره کولو لپاره توپ وهنه پيل کړه، کابل لوب‌‌‌‌‌‌ډلي د لوبې په ۱۷.۴ اور کي د ۳ لوبغاړي په سوځيدو سره ټاکلی هدف پوره کړ او لوبه یې له ننګرهار لیپر‌‌‌‌‌‌ډس لوب‌‌‌‌‌‌ډلي څخه د ۷ ویکټو په توپير وګټله.

‎کابل ځوانانو لوب‌‌‌‌‌‌ډلي ته تر ټولو ښه توپ وهنه حضرت الله ځاځي ترسره کړه چي په ۵۵ توپونو یې ۱۲۴ من‌‌‌‌‌‌ډي جوړي کړې، د ننګرهار لوب‌‌‌‌‌‌ډلي لپاره بین کټينګ، ظاهر خان او رحمت شاه د کابل لوب‌‌‌‌‌‌ډلي یو-یو لوبغاړی وسوځوه.

‎حضرت الله ځاځی چي په ۵۵ توپونو یې ۱۲۴ من‌‌‌‌‌‌ډي جوړي کړي وې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول سو.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...