د غورهلیګ په پرونیو سیالیو کي د ننګرهار پړانګانو لوبډلي د کندهار اتلانو ته په ۶ وېکټونو ماته ورکړه.
د بلخ قهرمانانو په ۸ ویکټونو د کابل له ځوانانو مسابقه وګټله.
د افغانستان د کرکټ د غورهلیګ په سیالیو کي پینځه لوبډلې ګډون لري چي د کابل ځوانان، د بلخ قهرمانان، د ننګرهار پړانګان، د پکتیا زمریان او د کندهار اتلان دي.
د کابل ځوانان لوبډلي کپټاني راشد خان، د بلخ د قهرمانانو محمد نبي، د کندهار د اتلانو اصغر افغان، د ننګرهار د پړانګانو اسټرالیایي ال رونډر بین کټینګ او د پکتیا زمریانو کپټاني محمد شهزاد کوي.
د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ سیالۍ په شارجه کي کېږي او وروستۍ یا فاینل مسابقه به يې د اکټوبر په ۲۱مه وي.
د دې لړۍ په لومړۍ سیالي کي چي د اکټوبر په ۵مه وه، د کابل ځوانانو لوبډلي په درو ویکټونو د پکتیا زمریانو لوبډلي ته ماته ورکړه او د کابل ځوانانو کرکټر، لوري ایوانس د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل سو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون