په پاکستان کي د وطن قومي ګوند مشر آفتاب احمد خان شېرپاو ویلي که پاکستان غواړي چي هېواد یې امن او با ثباته سي نو د افغانستان په ثبات او سوله کي دې مرسته وکړي.
دده په خبره د افغانستان ثبات د ټولي سیمي، د امنیت، سولي او ثبات لپاره کیلي ده او تر هغه چي په دغه هیواد کي امنیت نه وي راغلی د سیمي امنیت ناممکن دی.
نوموړي د پاکستان پر حکومت او د سیمي پر هیوادونو غږ کړی چي د افغانستان په امنیت او ثبات کي ونډه واخلي او په دې توګه په دغه هیواد کي د اوږدې جګړې د پای ته رسولو تر څنګ ټولي سیمي ته سکون راولي.
د شېرپاو په خبره که افغانستان امن سو، نو په ټوله سیمه کي به د امنیت تر څنګ ستر اقتصادي او سوداګریز پرمختګونه هم رامنځ ته سي.
نوموړي همدا راز پر پاکستاني حکومت هم ږغ کړی چي په پښتونخوا او نورو قبایلي سیمو کي دي د خلکو حقوقو ته درناوی وکړي او له زور زیاتي دي لاس په سر سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون