د راپورونو له مخي د ایران د کورني امنیت مرستیال وزیر د افغانستان د کډوالو چارو له وزیر سید حسین عالمي بلخي سره د کډوالو پر مسئله خبرې کړي دي.
بلخي په دې لیدنه کي له ایراني اړخ غوښتي چي هلته له میشتو کډوالو سره چلند سم کړي او دوی ته د زده کړو او کار زمیني برابرې کړي.
نوموړي همدا راز ویلي ایران دي هغه کډوالو ته د وتلو شرایط اسانه کړي چي غواړي افغانستان ته ولاړ سي.
ایراني اړخ ویلي چي دوی په ټولو برخو کي د افغان کډوالو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کړي دي او حقوقو ته یې درناوی کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون