د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ سیالیو په لړ کي نن ۲ لوبي تر سره کېږي

افغانستان د کرکټ د غوره لیګ یا پرېمیرلیګ په سیالیو کې به نن یکشنبه د اکټوبر۷مه د ننګرهار پړانګان لوبډله د پکتیا له زمریانو او د بلخ قهرمانان به د کابل له ځوانانو سره مخامخ سي.

د غوره‎لیګ په پرونیو سیالیو کي د ننګرهار پړانګانو لوبډلي د کندهار اتلانو ته په ۶ وېکټونو ماته ورکړه.

د بلخ قهرمانانو په ۸ ویکټونو د کابل له ځوانانو مسابقه وګټله.

د افغانستان د کرکټ د غوره‎لیګ په سیالیو کي پینځه لوبډلې ګډون لري چي د کابل ځوانان، د بلخ قهرمانان، د ننګرهار پړانګان، د پکتیا زمریان او د کندهار اتلان دي.

د کابل ځوانان لوبډلي کپټاني راشد خان، د بلخ د قهرمانانو محمد نبي، د کندهار د اتلانو اصغر افغان، د ننګرهار د پړانګانو اسټرالیایي ال رونډر بین کټینګ او د پکتیا زمریانو کپټاني محمد شهزاد کوي.

د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ سیالۍ په شارجه کي کېږي او وروستۍ یا فاینل مسابقه به يې د اکټوبر په ۲۱مه وي.

د دې لړۍ په لومړۍ سیالي کي چي د اکټوبر په ۵مه وه، د کابل ځوانانو لوبډلي په درو ویکټونو د پکتیا زمریانو لوبډلي ته ماته ورکړه او د کابل ځوانانو کرکټر، لوري ایوانس د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل سو.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...