د روسیې لخوا سوریې ته د دې سیسټم پر ورکړه د امریکا او اسراییلو غږونه هم راپورته سوي وو.
خو اوس د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پرون ناوخته د ملګرو ملتونو په مقر کي د وینا پر مهال وویل، چي د روسیې د پوځي الوتکي تر سقوط وروسته، د روسیې د ولسمشر ولادیمیز پوتین په سپارښتنه یې د دغو راکټونو د ورکولو بهیر پیل کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه راز زیاته کړه، چي دا تدابیر په سوریه کي د روسي سرتېرو د بشپړ خوندیتوب لپاره نیول سوي دي.
تر دې وړاندي واشنګټن او اسراییل د دغه اقدام په اړه مسکو ته خبرداری ورکړی و.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون